Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د طالبانو حکومت د اوبو رسونې د ۹۸ بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل

0
د طالبانو د حکومت د کليو او پراختیا وزارت د ۳۵۷ ملیونو افغانیو په ارزښت د اوبو رسونې د ۹۸بېلابېلو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.  


د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبر پانه کې چې تېره ورځ ناوخته خپره شوې ویل شوي دغه تړونونه د یاد وزارت د سرپرست او د  ۲۷ ولایتونو اړوند د کلیو د پراختیايي شوراګانو تر منځ لاسلیک شوي دي. 


په خبر پاڼه کې ویل شوي د دې پروژو په تطبيق سره به شااوخوا ۱۸۳۰۰۰ کسان د څښاک د اوبو او حفظ الصحې له اسانتیاوو برخمن شي او د یادو  پروژو د جوړولو چارې به د ځايي خلکو لپاره شااوخوا ۳۰۵۰۰۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې. 


په وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د اوبو رسولو دغه پروژې په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د ریاست له طریقه تطبیق او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یونېسف له خوا تمویل کېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса