Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

‎بلېنکن قزاقستانه ته: وضاحت راکړئ چې ولې مو د امنیتي تړون ځواکونه درغوښتي؟

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توقایف هغه امر چې نوموړي د وژلو د ډزو نوم ورکړی غندلی او ویلي یې دي، واشنګټن د مرکزي اسیا له دې هیواده غوښتنه کړې چې وضاحت ورکړي، ولې یې دې ته اړتیا پیدا کړې چې د روسیې په مشرۍ د امنیتي تړون امنیتي ځواکونه د کورني تاوتریخوالي لپاره ور وغواړي. 


بلېنکن پرون یکشنبې له اې بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د وژلو لپاره امر چې په دغه پیمانه ورکړل شوی، غلط دی او باید لغوه شي. 


د قزاقستان په ښارونو کې روانې مظاهرې چې په لومړي سر کې د جنوري په ۲مه د تېلو د بیو د بې ساري لوړېدو پر وړاندې په لویدیځه سیمه منګېسټاو کې پیل شوې وې، وروسته سیاسي بڼه خپله کړه.


معترضان په دې هېواد کې د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کوي او چارواکي یې په عملي کېدو کې په پاتې راتلو تورنوي. 


د قزاقستان ولسمشر توقایف د دغو تاوتریخجنو مظاهرو پر وړاندې د جنوري تر۱۹مې په ټول هېواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او پرګرځېدو راګرځېدو او لویو غونډو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.


توقایف امنیتي ځواکونو ته د معترضانو د وژلو لپاره د ډزو امر ورکړی او هغوی یې داړه ماران او تروریستان بللي دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса