Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: ایران کې مو له احمد مسعود او اسماعیل خان سره ولیدل

0
د طالبانو حکومت مني چې ایران ته تللي پلاوي یې تهران کې له احمد مسعود او د ملي مقاومت د جبهې له ځینو نورو غړو سره کتلي دي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم رسنیو سره خبرو کې دا لیدنه تائید کړې.


ښاغلي متقي له ایرانه د راستنېدو پر مهال د کابل حامد کرزي هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل، احمد مسعود او محمد اسماعیل سره یې کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی چې هر وخت وغواړي افغانستان ته راستنېدای شي.


"متقي وویلبلی! له قوماندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره مو ایران کې ولیدل. له نورو افغان کډوالو سره مو هم ولیدل. ټولو ته مو ډاډ ورکړ چې هر څوک راتلی او افغانستان کې ډاډه ژوند تېرولای شي. د هر چا خپل کور دی، موږ چا ته امنیتي او بله ستونزه نه جوړه وو. هر څوک په ازادۍ سره راتلی شي او خپل وطن کې وخت تېرولای شي. "




احمد مسعود چې ځان د ملي مقاومت د جبهې مشر ګڼي او محمد امساعیل خان د هرات پخوانی والي او د جمعیت اسلامي ګوند یو مخکښ غړی دی.


پرون ایراني رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګنې د سپاه‌پاسدران په منځګړېتوب طالب پلاوي د ملي مقاومت جبهې له غړیو سره لیدلي، خو د دې لیدنې ډېر جزئیات یې خپاره نه کړل.


د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم دا و نه ویل چې له احمدمسعود او نورو غړو سره یې په نورو کومو موضوعاتو خبرې کړي.


لا د ملي مقاومت جبهې د دې لیدنې او په کې د شویو بحثونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.




هاخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم مني چې تهران د دې لیدنې زمینه برابره کړې وه.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب‌زاده نن خبریالانو ته وویل، د افغانستان په اړه د ایران لیدلوری دا دی چې ټول افغانان په خپله جغرافیه کې خپل غږ واوري او خپل ځان وویني.


د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند اشاره په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ته ده.


"خطیب وويل د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د بېلابېلو ډلو کوربه دی. هغه څه چې وړاندې د تهران په نوښت شوي، په بېلابېلو ډولونو دوام لري. په دې سفر کې هم بلې، د ایران اسلامي جمهوریت د دې خبرو کوربه وو. کوم معلومات چې موږ لرو، د دې ډلو او مشرانو ترمنځ ښې خبرې شوي. هیله‌مند یو چې پایله یې با ثباته افغانستان وي. "




له طالبانو د نړیوالې ټولنې یوه غوښتنه همدا ده چې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي، هغه چې ټول قومونه او لږکي په کې ځان وګوري.


د امریکا متحده ایالاتو بیا د طالبانو له‌خوا د ټول ‌شموله حکومت جوړول د دوی د رسمیت پېژندلو سره تړلی شرط بللی دی.


خو طالبانو تل ټینګار کړی چې اوسنی جوړ شوی سرپرست حکومت یې همه‌شمول دی، مګر د اصلاحاتو راوستو ژمنه یې هم کړې.


د پنجشېر له نیولو وړاندې هم د طالبانو له‌خوا د ملي مقاومت جبهې سره مذاکرات شوي و، خو پایله یې نه درلوده.


د ملي مقاومت جبهې له طالبانو سره د خپل مخالفت دلایل نه دي اعلان کړي، خو په واک کې ګډون، د ښځو حقونو ته درناوی او یو شمېر نور ټکي یې ویاندویانو تل له طالبانو سره د خپل اختلاف ټکي بللي.


د ملي مقاومت جبهه وايي، طالبانو افغانستان په زور نیولی او د خلکو ملاتړ نه لري.


هغه ادعا چې د طالبانو اوسنی حکومت یې نه مني


هاخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم مني چې تهران د دې لیدنې زمینه برابره کړې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса