Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د تاجکستان ولسمشر: د افغانستان په شمال ختیځ کې نږدې ۶ زره وسله وال فعال دي

0
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان وايي، شااوخوا ۶ زره افراطي وسله وال د افغانستان په شمال ختیځ کې د ډله ییز امنیت د سازمان د غړو هېوادو یا د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریتونو په سرحدونو کې فعال دي.


ښاغلي رحمان د دې سازمان په انلاین سرمشریزه کې چې نن د قزاقستان د سیاسي بحران په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه دا وینا وکړه.


رحمان وایي:" موږ له دې کبله ډېر اندېښمن یو چې د داعش ډلې د خراسان څانګې جنګیالي د افغانستان په قلمرو کې خپل حضور پیاوړی کوي. زموږ د ځانګړو خدماتو د معلوماتو له مخې د ډله ییز امنیت سازمان جنوبي پولو ته نږدې سیمو کې د افغانستان په شمال کې د تروریستانو ۴۰ مرکزونه او د روزنې ځایونه شته او د جنګیالیو شمېر له شپږ زرو اوړي."


ښاغلي رحمان زیاته کړه چې د افغانستان او تاجکستان په سرحد کې وضعیت ورځ په ورځ نور هم پېچلی کېږي.


د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو او تاجکستان د حکومتونو ترمنځ اړیکې ترینګلي شوې او په دې ترڅ کې د دواړو خواوو ترمنځ ځینې ناندرۍ هم وشوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса