Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ملګرو ملتونه: افغانستان لپاره ۵ میلیارډه ډالره بسپنې ته اړتیا لرو

0
ملګرو ملتونو نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) وویل چې په افغانستان کې د بشري غمیزې د مخنیوي لپاره روان میلادي کال د ۵ میلیارد ډالرو په ارزښت بسپنې ته اړتیا لري. 


ملګري ملتونه او ځینې غیردولتي سازمانونه نن د یوې انلاین غونډې پرمهال په افغانستان کې له ۲۲ میلیونو اړو کسانو سره د مرستې لپاره خپل پروګرامونه ارزوي.  


د دغه پروګرام له مخې د افغانستان په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې له پنځه میلیونه او اووه لکه افغانانو سره د ملاتړ موضوع هم شامله ده. 


د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې د کډوالو د ملاتړ او د بشري مرستو د پروګرامونو لپاره څه باندې ۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده. 


په بشري چارو کې او د بېړنیو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال، مارټین ګریفیټس په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې انساني غمیزه د راتلو په حال کې ده. 


وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، بېلابېلو نړیوالو ادارو، په دغه هېواد کې د بشري بحران په اړه خبرداری ورکړی دی.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса