Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

طالبان: د تاجکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې ردوو

0
طالبانو د تاجکستان د ولسمشر وروستۍ څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، د تاجکستان پر پوله د تخریبي فعالیتونو لپاره ګڼ کمپونه جوړ شوي دي.  


د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند، بلال کریمي نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) په ټویټر کې لیکلي، طالبان د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان دا ادعا ردوي. 


کریمي لیکلي، طالبان  ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان سرحدونه خوندي دي.  


د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د دوشنبې په ورځ د ګډ امنیتي تړون سازمان په غونډه کې د وینا پرمهال، د افغانستان چاپېره د امنیتي کمربند د جوړولو وړاندیز کړی و.


ښاغلي رحمان ویلي و چې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې تر ۴۰ زیات تروریستي کمپونه جوړ شوي چې تر ۶۰۰۰ زیات وسله وال په کې دېره دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса