Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

فایزر شرکت نوی واکسین جوړوي چې یوازې 'اومېکرون' په نښه کړي

0
فایزر شرکت د خپل جرمني شریک بایو ان ټیک په مرسته د کرونا ضد داسې واکسین جوړوي چې اوسنی هغه یې له بل ډیزاین شوي واکسین سره ګډ شي. 


د امریکا د درملو د تنظیم اداره وايي، دغه نوی واکسین به په مشخص ډول د کرونا ویروس اومېکرون بڼه په نښه کړي. 


د فایزر کمپنۍ اجرائیه مشر البرت بورلا پرون دوشنبه (د مرغومي ۲۰مه) وویل، یو نوی واکسین چې په مشخص ډول اومېکرون بڼه په نښه کوي ښايي ډېر ژر د امریکا د خوړو او درملو د تنظیم ادارې د تایید لپاره وړاندې او ښايي تر مارچ میاشتې پورې یې خلکو ته ورکول پیل شي. 


بورلا د نورو متخصصانو خبرو ته اشاره وکړه چې وايي، د کرونا ضد واکسین به په تدریجي ډول ځینو کسانو ته د زکام پر وړاندې د واکسین په څېر په کال کې یو وار  لګول کېږي.


اومېکرون د کرونا ویروس نوې بڼه ده چې په چټکۍ په خلکو کې خپرېږي خو علایم یې خفیف دي او ډېر د مړینو سبب کېږي نه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса