Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

چارواکي: غزني کې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰ سلنه ښکته شوې

0
د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، دغه ولایت کې د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۵۰ سلنه راښکته شوې ده.   


د غزني ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالمتین قلندري نن سې شنبه (د مرغومي ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل، هېواد کې له وروستیو تحولاتو را وروسته له بانکونو څخه د پیسو را ایستلو برخه کې شته محدودیتونه د دې لامل شوي چې سوداګر په سوداګریزو راکړو-ورکړو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي.  


د ښاغلي قلندري په خبره د یادو محدودیتونو له امله سوداګر نه شي کولی چې له بانکه ډېرې پیسې راوباسي، ترڅو په بهر کې توکي وپېري او افغانستان ته یې وارد کړي.  


د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونې د رییس په خبره د اومه موادو د نشتوالي له امله د یاد ولایت ډېری تولیدي کارخونو هم خپل فعالیت درولی دی. 


پر افغانستان د طالبانو له بشپړ واکمنېدو له پیله د پنځو میاشتو په تیرېدو سره لا هم په دغه هېواد کې د شته بانکونو فعالیت نه دی عادي شوی او دې مسالې خلکو، په ځانګړي ډول سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса