Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د قزاقستان ولسمشر: د ګډ امنیتي سازمان پوځیان به په ۲ ورځو کې وتل پیل کړي  

0
د قزاقستان ولسمشر وايي، د روسیې تر مشرۍ لاندې د ګډ امنیتي تړون د سازمان پوځیان به په دوو ورځو کې له دغه هېواده وتل پیل کړي.  


د قاسم جومارت توقایف په خبره د پوځیانو وتل ځکه پیلېږي چې په دغه هېواد کې وضعیت په کرارېدو دی.  


د پخواني شوروي اتحاد په دغه جمهوریت کې تاوتریخجن اعتراضونه دومره خونړي وو چې په تېرو درېیو لسېزو کې یې ساری نه و لیدل شوی.  


توقایف نن پارلمان ته په ټلوېزیوني وینا کې وویل، د ګډ امنیتي تړون د سازمان د پوځيانو وتل به په لسو ورځو کې بشپړ شي.  


دغه پوځيان تېره اوونۍ هغه وخت د پوځي همکارۍ لپاره قزاقستان ته ورسېدل چې په دغه هېواد کې د تېلو د بیو لوړېدو په اعتراض کې پراخ لاریونونه روان وو.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса