Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

سپینه ماڼۍ افغانستان کې پر بشري مرستو  ۳۰۸ ملیونه ډالره نوره بسپنه هم لګوي

0
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا متحد ایالاتونه به په افغانستان کې پر بشري مرستو د  ۳۰۸ ملیون ډالرو په ارزښت نوره بسپنه هم ولګوي.  


د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې په حواله، له دې مرستې سره له تېرې اکتوبر میاشتې راهیسې له افغانستان سره د امریکا د مرستو اندازه ۷۸۲ ملیون ډالرو ته ورسېده. 


د سپینې ماڼۍ ویاندې ایملي هورن نن په یوې اعلامیې کې وویل، د امریکا د نړیوالې پرمختیایي ادارې دغه بشري مرستې به د خپلواکو بشري سازمانونو له لارې ولګول شي.  


په همدې حال کې ملګرو ملتونو نن ویلي چې روان میلادي کال په افغانستان کې د بشري غمېزې د مخنیوي لپاره ۵ ملیارد ډالرو ته اړتیا ده. 


پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د افغانستان بانک شااوخوا ۹ نیم ملیارد دالره شتمنۍ په امریکا کې کنګل شوې چې ورسره په افغانستان کې بې کاري او بې وزلۍ هم پراخه شوې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса