Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

پاکستاني طالبان: د خالد بلتې د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوو

0
پاکستاني طالبان وايي چې د دې ډلې د پخواني ویاند مفتي خالد بلتې د وژل کېدو په اړه تحقیقات کوي. 


بلتي مخکې د پاکستاني طالبانو د تحریک TTP د مهمو مشرانو له ډلې و. 


TTP په یوه بیان کې ویلي، دوی د محمدعلي بلتي چې بل نوم یې مفتي خالد بالتي و، د وژل کېدو د ادعاوو په اړه تحقیقات پیل کړي.


په بیان کې د پاکستان د استخباراتي چارواکو هغه ادعا هم رد شوې چې ويلي یې و، بلتي د پاکستاني طالبانو د ډلې اوسنی ویاند محمد خراساني دی. 


مفتي خالد بلتي نژدې درې کاله مخکې د افغانستان د پخواني حکومت له خوا نیول شوی او په کابل کې بندي و، خو په اګسټ میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نوموړی خوش شو او ویل شوي چې له هغه وخته راهیسې په ننګرهار ولایت کې استوګن و. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса