Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

'WHO': ښايي له نیمايي زیات اروپا میشتي په اومېکرون اخته شي

0
د روغتیا نړیوال سازمان یا 'WHO' وايي، ښايي د کب میاشتې تر پایه د اروپا له نیمايي زیات وګړي د کرونا ویروس په نوې بڼه- اومېکرون اخته شي. 


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د اومېکرون څپه د اروپا د لویې وچې له لویدیځ څخه تر ختیځه پورې د خوځېدو په حال کې ده. 


د اروپا لپاره د 'WHO' سیمه ییز مشر هانس کلوګي Hans Kluge پرون د یوه خبرداري په خپرولو سره د یوه څېړنیز انسټیټیوټ د وروستي راپور هغه اټکل نقل کړ چې وايي، د اروپا په سلو کې له ۵۰ زیات وګړي به د را روانو شپږو- اتو میاشتو په اوږدو کې په اومېکرون ډوله کرونا اخته شي. 


د 'WHO' اروپايي څانګه ۵۳ هېوادونه او قلمروونه رانغاړي چې د منځنۍ اسیا څو هېوادونه هم په کې شامل دي.


ښاغلي کلوګي وویل چې اومېکرون په ډېرې چټکۍ سره په لویدیځو هېوادونو کې د کرونا ویروس په مسلطه بڼه بدلېږي او اوس د بالکان په هېوادونو کې د سرایت په حال کې دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса