Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

جوزجان کې پر ۷۰۰ بزګرو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

0
په جوزجان ولایت کې پر ۷۰۰ بزګرو اصلاح شوی تخمونه ووېشل شول.


د طالبانو حکومت د کرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مستعین عمري نن پنجشنبه (د مرغومي ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، د اکټېډ موسسې په مرسته یې په جوزجان ولایت کې پر ۷۰۰ بزګرو ۳۵ ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۳۵ ټنه کیمیاوي سره او د کرنیزو توکو د ودې لپاره د ۳۵ ټنه د DAP په نوم ځانګړی سره ووېشله.


کرنې وزارت د دغو تخمونو د وېش هدف په جوزجان ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د کیفیت د لوړېدو ترڅنګ، د کرنې په برخه کې خلکو ته د کار پیدا کول او د هغوی د عایداتو ډیریدل بولی.


په همدی حال کې هغه بزګران چې یاد تخمونه پر ویشل شوی وایي، د تیرو کلونو وچکالی ځپلی او دا اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سره به ورسره د کرهنیزو توکو د عوایدو ډیریدو په برخه کې مرسته وکړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса