Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د بشري حقونو سازمان: طالبانو افغانستان کې وضعیت لا خرابه کړی

0
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، طالبانو په جګړه ځپلي افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت لا پسې خرابه کړی دی. 


دغه سازمان نن (د جنورۍ په ۱۳مه ) په یوه راپور کې ویلي چې افغانستان کې بشري کړکېچ په غمیزې یا فاجعې بدل شوی دی. 


د 'هیومن رایټس واچ' په دې راپور کې د ۲۰۲۱ کال پر مهال په سلو هېوادونو کې بشري وضعیت ته کتنه شوې ده. 


د راپور له مخې، طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونه وضعیت هم په بېړه خرابه کړی دی چې درنه بیه یې ښځې او نجونې پرې کوي. 


راپور کې وړاندې راغلي چې د امریکا او متحدانو د تخلیې له پلان سره سره لا هم زرګونه هغه کسان په افغانستان کې پاتې او ژوند یې له خطر سره مخامخ دی چې له نړیوالو سره یې کار کړی دی. 


طالبانو سملاسي د دغه راپور په اړه کومه تبصره نه ده کړې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса