Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ارمنستان: تمه شته چې له ترکیې سره د خبرو له بریا وروسته سرحد پرانیستل شي

0
د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تمه لري د خبرو اترو په پایله کې له ترکیې سره ډپلوماټیکې اړیکې جوړې او د مذاکرو په پایله کې د دواړو هېوادونو تر منځ سرحد پرانیستل شي. 


د ترکیې او ارمنستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې نن ( د مرغومې په ۲۴مه) په مسکو کې پیلېږي. 


دواړه هېوادونه له کلونو دښمنۍ وروسته د اړیکو د رغولو په لټه کې دي. 


ټاکل شوې چې د خبرو لومړی پړاو د روسیې په منځګړیتوب د سیمه ییزې سولې د هڅو د یوې برخې په توګه پیل شي. 


د ارمنستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وان هونانیان وویل، روسیه به د دې سرمشریزې کوربه وي او د خبرو لومړی پړاو به اکتشافي بڼه ولري. 


هغه وويل: "دا ستونزمنه ده چې له غونډې د پام وړ پايلو تمه وشي، خو پروسه به پيل شي." 


د ارمنستان او ترکیې ترمنځ اړیکې له تاریخي پلوه پیچلې دي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو کله چې ارمنستان او اذربایجان په ۲۰۲۰ کال کې د ناګورنو قره باغ د لانجې پر سر شخړه وکړه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса