Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د خوړو نړیوال پروګرام: نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د پیسو لېږد جاري وساتي

0
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي. 


مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان د اقتصادي سقوط پر مورګه ولاړ دی.


ګرووارټي وویل:" ۲۰۲۲ کال لپاره کافي پیسې نه لرو. هیله لرم چې په جنوري میاشت کې به ۱۲ ملیونه کسانو ته مرستې ورسوو، خو دا بیاهم د هغو خلکو نیمايي برخه ده چې نن د غذايي مصؤنیت د نشتوالي له سخت حالت سره مخ دي."


مېرمن مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړه چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه چې افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د اړتیا وړ پیسو د نشتوالي له کبله د لوږې له څونامي سره مخامخ دی.


هغې پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي خو هغې ټینګار وکړ چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له لوېدو پرته له نورو لارو واستوي. 


د ملګروملتونو د دې مرستندویې ټولنې د ارقامو له مخې د افغانستان ۲۲،۸ ملیونه افغان وګړي د خوړو له جدي کمښت سره او له دې ډلې ۸،۷ میلیون خلک له قحطۍ سره مخامخ دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса