Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

قمر جاوېد باجوه د امریکا سفارت له شارژدافېرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

0
د راپورونو له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت له شارژدافېرې سره په کتنه کې د افغانستان پر مسایلو خبرې کړي. 


د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یو بیان کې ویلي چې جنرال قمر جاوېد باجوه پرون د مرغومي په ۲۳مه له انجېلا اګیلر سره د کتنې پرمهال د افغانستان په ګډون د سیمې پر امنیت او نورو مسایلو بحث وکړ. 


بیان زیاتوي چې د پاکستان لوی درستیز او د امریکا د سفارت شارژدافېرې په افغانستان کې د روان بشري حالت په اړه هم خبرې وکړې. 


لویدیځو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو لړۍ جارې ساتلې، که څه هم د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو اسلام اباد په وار وار له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو په مشرۍ د کابل نوی رژیم په رسمیت وپېژني او مرستې ورسره وکړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса