Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي 

0
د اوکراین د حکومت پر یو شمېر وېب پاڼو پراخ سایبري بریدونه شوي دي.


دا په داسې حال کې ده چې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د اوکراین پر سر کړکیچ زیات شوی دی. 


روسیې د اوکراین له پولې سره نږدې یولک پوځیان او پوځي وسایل ځای پرځای کړې دي. 


د اوکراین پوهنې وزارت نن سهار لومړی ځل دا خبر خپور کړ او په خپله فېسبوک پاڼه کې یې ولیکل چې د نړیوال سایبري برید له امله د جنوري د ۱۳مې او ۱۴مې شپې په ترڅ کې د پوهنې او ساینس وزارت وېب پاڼه په موقتي ډول بنده شوې ده.


وروسته بیا کییف وویل چې له دې بریدونو سره د حکومتي وېب پاڼو اطلاعات نه دې ګډوډ شوي، همداراز شخصي معلومات نه دې افشا شوي. 


د اروپایي ټولنې جګپوړي دیپلومات جوزپ بوریل دا سایبري برید وغانده او ویې ویل چې د اروپایي ټولنې سیاسي-امنیتي کمېټه او د سایبر واحدونه به وګوري چې څرنګه ځواب ورکړي او له کییف سره مرسته وکړي. 


د اوکراین حکومت په یوه بیان کې ویلي دي چې یو شمېر نوري دولتي وېب پانې ځنډول شوي څو د برید مخه ونیول شي، خو  اکثر اغیزمنې دولتي پاڼې مخکې لا بېرته فعالې شوې وې. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса