Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

طالبان له واشنګتنه غواړي چې د ملګرو ملتو غوښتنه ومني

0
طالبانو له واشنګتنه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو غوښتنه ومني.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پرون له واشنګټنه هیله وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ورپرېږدي.


د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن جمعه (د مرغومې په ۲۴مه) پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي له‌خوا له امریکا د افغانستان د پانګې د خلاصون غوښتنه ستایي.


د مجاهد په وینا داسې دریځ نیول د ملګرو ملتونو بې‌پریتوب او د ملتونو د حقوقو په اړه د دغه مهم نړیوال سازمان پرستیژ ته ګټه رسوي.


واشنګټن د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا نهه‌نیم میلیارده اسعاري زېرمه کنګل کړې ده.


متحده ایالاتو له طالبانو غواړي چې بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقوق رعایت کړي او یو ټول‌شموله حکومت رامنځته کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса