Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

کرونا ويروس؛ هند په ۵ ایالاتونو کې پر کمپایني غونډو بندیز تمدید کړ

0
د کرونا ويروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله د هند د ټاکنو کمېسیون په پنځو ایالاتونو کې پر سیاسي لاریونونو او کمپایني غونډو بندیز تمدید کړ.  


په همدې حال کې چې چین په پلازمېنه پیکنګ کې د کرونا ویروس د بدلې شوې بڼې اومېکرن د لومړۍ مثبتې پېښې راپور ورکړ. 


په هند کې په تمدید شوي بندیز کې په سرپټو ځایونو کې د سیاسي ګوندونو پر هغو مناسبتونو او غونډو بندیز شامل نه دی چې تر ۳۰۰ لږ کسان په کې راغونډېږي. 


دغه بندیز به د جنورۍ تر ۲۲مې روان وي.  


په پنځو ایالاتونو کې به د اسامبلۍ لپاره ټاکنې په اوو پړاوونو کې د فبرورۍ له لسمې د مارچ تر اوومې ترسره کېږي.  


په هند کې پرون د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس د دوه لکه اته شپېته زرو ۸۳۳ مثبتو پېښو راپور ورکړل شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса