Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته افغانستان ته د ایران واردت ډېر شوي دي. 


د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن یکشنبه (د مرغومي ۲۶مه) ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیاسي بدلونونو په سوداګریزو چارو په ځانګړي توګه په وارداتو منفي تاثیر کړی و، خو په وروستیو څو اوونیو کې له ایرانه د افغان سوداګرو واردات عادي حالت ته راګرځېدلي دي. 


که څه هم ښاغلي الکوزي له ایرانه افغانستان ته د واردات کره ارقام و نه ښودل، خو ويې ویل چې افغان سوداګر تر ډېره د تولیداتو لپاره خام مواد، الکترونیکي وسایل، خوراکي او د مينځلو او سونګ توکي له ایرانه واردوي. 


نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یوې میاشتې لپاره له ایران سره سوداګریزه راکړه ورکړه درېدلې وه، خو اوس صادرات کم او واردات بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса