Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

خوست کې طالب چارواکي: د عواید په راټولولو کې ۵۱ سلنه ډېروالی راغلی

0
په خوست کې طالب چارواکي وايي چې د تېر پرتله د دې ولایت حکومتي عواید لوړ شوي دي.


دوی حکومتي مامورینو سره د مالیه ورکوونکو  همکارۍ ستايي او وايي،  نظام هغه مهال خپلو خلکو ته ښه خدمتونه وړاندې کولی شي چې مالیات په خپل وخت او شفافه بڼه راټول شي.


چارواکو یادې څرګندونې د جنوري په ۱۶ مه په دې ولایت کې د مالیاتو د اوونۍ د نمانځنې پرمهال وکړې.


د خوست مستوفي مولوي محمدشریف ازادي راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په تېره ربع کې ۵۱ سلنه اظافي عواید راټول شوي دي.


نوموړي زیاته کړه: "په درېیمه ربع کې څه هم ۴۸ میلیونه افغانۍ راټول شوي او د روان لمریز کال په څلورمه ربع کې څه د پاسه ۹۴ میلیونه افغانۍ عواید د مستوفیت له خوا نه جمع شوي دي، د درېیمې او څلورمې ربعې تفاوت ۵۱ سلنه اضافه دی."


د ګمرک رئیس منظور احمد عمر هم وايي، د کال د اولو پنځو میاشتو د عوایدو  پرتله چې  هغه وخت کې تېر نظام واکمن وو،  د نوي نظام په روانو پنځو میاشتو کې ۱۳۸۴ میلیونه افغانۍ زیات عواید راټول شوي دي.


د ده په وینا چې یاد عواید د ګمرک د مسوولینو له خوا په غلام خان بندر کې راټول شوي دي.


د خوست ګمرک رئیس وايي، د راټولو شوېو عوایدو نیمايي برخه يې له دې ځایه د توکو د صادراتو دي، چې پاکستان ته وړل کېږي.


بل لوري ته خوستي سوداګر او د خصوصي بنسټونو مسوولین وايي چې اوس خلک د مالیاتو د ورکولو په ارزښت پوه شوي او مسوولینو ته يې په سپارلو کې ځنډ نه کوي.


خوست د افغانستان له سرحدي ولایتونو څخه دی چې څه نا څه دوامدارې عایداتي سرچینې لري.


کتونکي وايي، که د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له خوا د غلام خان بندر د ټرانزیټ کېدو کار بشپړ شي او د هر ډول قانوني توکو وړل راوړل ورباندې پیل شي، همدارنګه د خوست له هوايي ډګره کورني او نړیوال پروازونه پیل شي، نو د اوس پرتله به د دې ځای د حکومتي عوایدو کچه څو برابره لوړه شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса