د طالبانو له واکمنۍ وروسته په غزني کې مېرمنې په کوم وضعیت کې دي؟
د بشر حقونو څار سازمان په یوې تازه څېړنې کې د افغانستان د غزني ولایت د مېرمنو وضعیت څیړلی.
په دې څېړنه کې د غزني ولایت له لسو مېرمنو سره چې د تېر نظام له سقوط وړاندې د تعلیم، روغتیا، ټولنیزو خدمتونو او سوداګرۍ په برخو کې په کار بوختې وې مرکې شوې دي.
د بشر حقونو د څار سازمان دغه څېړنه د امریکا په سن خوزه ایالات پوهنتون کې د بشر حقونو د یوې موسسې په همکارۍ کړې چې په کې ویل شوي د طالبانو حکومت په افغان مېرمنو او نجونو ناوړه اغیز درلودلی.
په دې څېړنه کې راغلي چې طالبان له افغان مېرمنو او نجونو ژوند او هویت سلبوي او په غزني ولایت کې د طالبانو له لوري د مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی، محدودیتونه او له دوی وېره هغه څه دي چې مېرمنو یې په دغه څېړنه کې په اړه ویلي دي.
د بشر حقونو څار سازمان د ښځو برخې مسوولې هېدر بار ویلي چې د طالبانو سیاست په ډېر چټکۍ سره افغان مېرمنې او نجونې په یو ډول په خپلو کورونو کې بندیانې کړي او هېواد یې له یو با ارزښته سرچینې چې بېلابېل مهارتونه او استعدادونه لري محروم کړی.
اغلې بار له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: " هغه څه چې موږ پیدا کړه ډېر د اندېښنې وړ دي او له ټول بیا مهمه چې افغان مېرمنې ترې کړیږي هغه مالي بحران دی، د خوراکي توکو لوړه بیه، له ډېرو مېرمنو سره چې موږ خبرې وکړې هغوی اوس معاش نه لري، هغه مېرمنې چې پخوا به یې کار کوو اوس بې کاره دي او هغه مېرمنې چې تراوسه کار کوي خو خپل معاشونه یې نه دي ترلاسه کړي او دخپلې کورنۍ د نفقي د پیدا کولو لپاره اندېښمنې دي."
غزني له کابل دری ورځې وړاندې یعنې د اکسټ په ۱۲ مه د طالبانو په لاس سقوط شو.
د دې ولایت او د افغانستان د نور برخو له سقوط وروسته په افغان مېرمنو د کار او په نورو برخو کې د طالبانو له خوا محدویتونه وضع شول.
په یادې څیړنې کې یوې مرکه کوونکې مېرمنې چې د تېر نظام دولتي کارکونکې وه ویلي:" راتلونکی مې تیاره دی، ما ډېري هیلې درلودې،غوښتنل مې کار او زدکړو ته دوام ورکړم، په دې فکر وم چې ماسټري وکړم، خو اوس هغوي (طالبان) ان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځیو ته لاړې شي."
ډیری مرکه کوونکو د طالبانو له واکمنۍ وروسته روانو ناروغیو لکه وېره، ناهیلي، بې خوبي، ورخطايي او داسې نورو حالاتو ته چې دوی ورسره مخ شوي اشاره کړې .
د دغو مېرمنو ډيری هغه یې خپلو کورنیو ته ډوډۍ ګټونکي دي.
خو طالبان بیا د دغه سازمان خپور شوی راپور پروپاګند بولي او وايي چې د دوی حکومت د ټولو ښاریانو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: " موږ دا راپور په جدي ډول ردوو، ټول مواد یې تکراري اوپروپاګند دی، اسلامي امارت د ټولنې د ټولو وګړو حقوقو ته ژمن دی او دا خپل مسؤلیت ګني، د اسلامي امارت له راتګ وروسته د ټولنې دټولو برخو که هغه مېرمنې دي او که هغه ماشومان حقونه یې خوندي دي."
د بشر حقونو څار سازمان له طالبانو غوښتي چې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقوقو ته درناوی وکړي او جنسیتي مساوات دې د خپلو ژمنو پر بنسټ د نړېوالو بشري حقونو په چوکات کې خوندي کړي.
دغه سازمان دغه شان له ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو سازمانونو غوښتنه کړې چې پرطالبانو دې د بشري حقونو د ټینکښت په برخه کې دد دوی له خوا کړیو ژمنو د عملي کېدو لپاره فشار راوړي او په افغانستان کې د انساني بحران د حل او ښځو او نجونو ته د حقونو په ورکړه کې د لومړیتوب لپاره هڅې وکړي.
د دوشنبې په ورځ هم د ملګرو ملتوونو د بشر حقونود ۳۶ متخصصینو څخه جوړې ډلې په یوې اعلامیه کې وویل چې په افغانستان کې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو څخه د ښځو لرې کول د اندېښنې وړل مسئله ده.