Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ایران، یو ایرانی الاصله سویډنی حبیب چعب محاکمه کړ

0
ایران کې د حبیب چعب لومړۍ محاکمه نن وشوه.


د ایران قضایه قوې د ایراني الاصله سویډني وګړي حبیب چعب د محاکمې د پیل خبر ورکړی دی.  


ایران پر ده تور لګولی چې د عربانو د یوې بېلتون غوښتونکي ډلې لپاره په یو لړ حملو کې لاس لري.  


هغه کسان چې په اصطلاح انقلابي محکمو کې محاکمه کېږي، دغه جریان د تورنو کسانو د کورنیو له غړو او حتی مدافع وکیلانو پټ ساتل کېږي.  


د بشري حقونو مدافعان وايي، چې په دغو محکمو کې شکنجه، بد چلند او اجباري اعترافات ډېر دود دي.  


حبیب چعب، د اهوازد ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ(ASMLA) په نوم د بېلتونپالې ډلې بنسټګر او پخوانی مشر دی، چې ۱۴ کاله یې په سویډن کې ژوند کړی، چې ظاهراً د ایران د استخباراتي اجنټانو له خوا ترکیې ته «اغوا» شوی و.


 




د ۲۰۲۰م کال په ډسمبر میاشت کې د ترکیې چارواکو د جاسوسۍ او د ایران په استازیتوب د چعب په اختطاف کې د دخالت د ادعا په تور د ۱۱ مشکوکو کسانو د نیولو خبر ورکړی و.  


د ایسنا خبري اژانس نن سه شنبه راپور ورکړی چې د حبیب چعب لومړۍ محاکمه نن د انقلابي محکمې په ۲۶مه څانګه کې وشوه. 


دی چې د ۲۰۲۰م کال په اکتوبر میاشت کې په ترکیه کې د سفر پر مهال لادرکه شو چې میاشت وروسته د ایران پر دولتي ټلوېزیون راښکاره شو او اعتراف یې وکړ چې په ځینو حملو کې یې لاس درلود او د سعودي عربستان د استخباراتي خدماتو ادارې ته یې کار کاوه.  


ایران حبیب چعب د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ په مشرۍ تورنوي، چې تهران یې یوه تروریستي ډله ګڼي.  


دغه ډله چې یوه وسلواله څانګه هم لري، د ایران په جنوب لویدیځ ولایت خوزستان کې چې په تېلو غني دی، د عرب ټبرو لپاره د یوه جلا دولت غوښتنه لري.  


دغه ډله په وروستیو کلونو کې پر دولتي بنسټونو، د تېلو پر تاًسیساتو او نورو زېربنايي پروژو په حملو تورنه شوې ده. 


د قضاییه قوې میزان انلاین خبري ویبسایټ راپور ورکړی، چې په اتهام لیک کې حبیب چعب چې په حبیب اُسَیوَدهم مشهور دی، په جنوب لویدیځ ښار اهواز کې د ۲۰۱۸م کال پر پوځي پریډ په تروریستي حمله هم په دخالت تورن دی، چې په هغه حمله کې د ملکیانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي وو.  


د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ یا (ASMLA) اساساً په هالنډ او ډنمارک کې دېره دی. 


د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې  د دغه غورځنګ درې مشران په ډنمارک کې په ایران کې د سعودي عربستان په همکارۍ د ټروریزم د تمویل او ملاتړ په تور محاکمه شول.  


د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د ډنمارک  استخباراتي ادارې یا PET د ایران پر استخباراتو د دغه بېلتونپال غورځنګ د ډنمارکۍ څانګې له درېیو رهبرانو د لږ تر لږه یوه رهبر د ترور د طرحې تور لګولی و، خو تهران هغه تور رد کړی و.  


د ډنمارک یوې محکمې په ۲۰۲۰م کال کې یو ایرانی الاصله ناروېژی د وژنې په طرحه کې د رول درلودلو په تور په اووه کاله بند محکوم کړ.  


د ۲۰۱۷ کال په نومبر میاشت کې د اهواز د ازادۍ لپاره د عرب مبارزې غورځنګ یو رهبر په هاګ کې د ډزو په نتیجه کې ووژل شو، چې د هالنډ حکومت هغه حمله له ایران سره تړلې بللې وه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса