Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ماین چاودنه؛ یو کس مړ او بل ټپي دی

0
د کونړ مرورې ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې یو تن وژلی او یو يي ټپي کړی دی


په کونړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبان سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف د پېښې په اړه تېر ماخوستن ازادۍ رادیو ته وویل، ماین په مرورې ولسوالۍ کې د سورلیو په یو سراچه موټر چاودېدلی او په کې ۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


حنیف وایي:" د مرورې ولسوالۍ کې د سورلۍ پر یو موټر ماین چاودلی دی،یو تن په کې مړ دی او بل په کې ټپي دی.تراوسه موږ دغه معلومات ترلاسه کړي دي."


په کونړ کې دا دوهمه پېښه ده چې د نهو ساعتونو په جریان کې رامنځ ته کېږي،لومړۍ پېښه تېره ورځ لس نیمې بجې په نرنګ کې د شخصي دښمنۍ له امله پر یو موټر وسله وال برید و چې په کې د طالبانو په ګډون ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او ماښام اوو بجې بیا په مرورې ولسوالۍ کې پر یو سراچه ډوله موټر د سرک غاړي ماین چاودنه وه چې په کې یو تن وژل شوی او بل ټپي دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса