Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول

0
له قزاقستانه د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت سازمان د سرتیرو ایستل بشپړ شول. 


د قزاقستان حکومت په الماتي کې له مرګونو مظاهرو وروسته له دغو سرتیرو غوښتي و چې د امنیت او نظم د ټینګښت لپاره ورشي. 


دغلته د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو د لوړوالي پر ضد مظاهرې پيل شوې چې وروسته یې لمن ټول هېواد ته ورسېده او په تاوتریخوالي واوښتې. 


په قزاقستان کې د  روسیې سفیر الکسي بورو دافکین او د ډله ییز امنیت سازمان یوه مسؤل ویلي، د سولې د ساتنې عملیات پای ته ورسېدل. 


قزاقستان ته د روسیې، ارمنستان، قرغزستان، تاجکستان او قزاقستان سرتیري استول شوي وو. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса