Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

کابل کې د ایران سفیر له حامد کرزي او عبدالله عبدالله سره ولیدل

0
په کابل کې د ایران سفیر د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا له مخکیني مشر عبدالله عبدالله سره په تهران کې د ایراني چارواکو او طالبانو د وروستۍ کتنې په اړه خبرې وکړې. 


ښاغلي عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه کښلي چې د ایران له سفیر سره یې په تهران کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او ایراني چارواکو ترمنځ د تېرې اوونۍ د کتنې په اړه خبرې وکړې. 


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د شنبې په ماښام له یوه پلاوي سره تهران ته لاړ او د ایران له بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره سره وکتل. 


طالب پلاوي د ایران په منځګړیتوب د هرات له پخواني والي اسماعیل خان او د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره هم خبرې وکړې، خو راپورونه وايي چې کوم جوړجاړي ته ونه رسېدل. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса