کونړ کې د یوه طالب قوماندان په ګډون۴ تنه ووژل شول
په کونړ کې پرون چهارشنبې(د مرغومي ۲۹مه) د طالبانو د یوه قوماندان په شمول ۴ تنه ووژل شول.
د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي نجیب الله د جرمني خبري اژانس ته وویل، په نرنګ ولسوالۍ کې پر یوه موټر چې د طالبانو یو قوماندان او ملکیان په کې سپاره وو، د یوه سړي په ډزو د ۴ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۹ تنه نور ژوبل شول.
طالبان وايي چې حمله کوونکی د سیمې یوه کور ته پناه یووړه او کله چې د کور خاوند د قاتل له ورسپارلو ډډه وکړه، هغه ووژل شو او حمله کوونکی ونیول شو.
طالب چارواکي وايي چې له حمله کوونکي څخه تحقیقات روان دي.
ویل کېږي چې ممکن د دې برید انګېزه شخصي دښمني وي.
د کونړ یوه قومي مشر بیا ویلي، دې پېښه کې د ۴ طالبانو په شمول ۶ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
یوه بل قومي مشر ویلي چې حمله کوونکي تر دې پخوا څو ځلي داعش او بیا طالبانو ته اوښتی، خو په وروستیو کې طالبانو ته تسلیم شوی و.
دغه قومي مشر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، دا خبره رد کړه چې ګنې حمله د شخصي دښمنۍ پر اساس شوې ده. د ده په باور که حملې د شخصي دښمنۍ انګېزه لرله، نو پر یوه تن به یې ډزې کړې وې نه پر ګڼو.