د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي: د سپېرې سړک دې اساسي جوړ شي
د خوست د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکي غوښتنه کوي چې یادې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې خوست او پکتیکا ولایتونه هم سره نښلوي، په اساسي ډول ورغول شي.
دوی زیاتوي، وروستیو ورښتونو د دې سړک ځینې برخې ویجاړې کړي او که ژر جوړ نه شي، نو د موټرونو د تګ او راتګ په مخ به وتړل شي.
د سپیرې ولسوالۍ اوسیدونکی نور محمد ازادي راډیو ته وویل، په تېرو شلو کالونو کې نه یوازې د یادې ولسوالۍ بیارغونې ته پام نه دی شوی، بلکې اساسي سړک يې هم تر ډېره خام پاتې شوی دی.
دی زیاتوي: "د سپيرې د تنګي اوسېدونکو دې سړک ته په تیرو شلو کالونو کې هېڅ کار نه دی شوی، که هر څومره مو غوښتنه کوله، غږ مو چا نه اورېده، یوازې دا لویدلی ځای نه دی چې دا جوړ شي، اساسي غوښتنه مو دا ده چې دې سړک ته باید استنادي دیوالونه جوړ شي، څو چې دا خلک له دې ستونزو او مشکلاتو څخه خلاص شي."
بل لوري ته طالب چارواکي د سپېرې ولسوالۍ د اوسیدونکو ستونزې پرځای بولي او زیاتوي چې د سړک د ویجاړو شوېو برخو په رغولو يې کار پیل کړی او د ټول سړک د اساسي جوړولو سروې هم ترسره شوې ده.
ددې ولایت لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رئیس مولوي احمدالله احمد وايي، له ښاره بهر د سړکونو ساتنه او رغونه د دوی له دندو څخه دي، خو په اوس وخت کې د وسایطو د نشتون ستونزه لري.
ده وویل، که وسایط ورکړل شي، نو دوی به د سړکونو هرې زیانمنې برخې رغونې ته ژر، ژر رسېدنه کوي.
دی وايي: "د خوست ولایت د ټولګټو چارو ریاست وسایط په تېر نظام کې سوځیدلي دي، نو موږ وسایل نه لرو، په اړه مو په کراتو د ولایت مقام څخه هم غوښتنه کړې ده او له دې سره-سره مو د وزارت څخه هم غوښتنه کړې ده، وزارت موږ سره وعده کړې ده، انشاالله وسایط به راکړي او انشاالله په اینده کې به د ښه خدمت جوګه وګرځو. "
د سپیرې ولسوالي شااوخوا پنځوس کیلومتره لېرې د خوست ښار په سویل لویدیځ لوري کې پرته ده چې ډېری سیمې يې غریزې دي او خلک يې د غرونو په نارو او درو کې اوسېږي.