Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ګڼو هېوادونو کې د کرونا د زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول

0
د پاکستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو له کبله محدودیتونه سخت شول.  


د پاکستان چارواکو نن جمعه د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس اووه زره شپږسوه اته اویا مثبتو پېښو خبر ورکړ چې دا د کرونا وبا له پیله بې ساری لوړ شمېر دی. په دې موده کې د ۲۳ کسانو مړینه هم ثبت شوې ده.  


د کرونا ویروس د اومېکرون بڼې د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره دغه هېواد تازه محدودیتونه اعلان کړل چې له مخې یې په ښارونو او ولسوالیو کې په سرپټو ځایونو کې غذاخوړل منع شوي دي.  په اروپا کې پولنډ د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د کرونا ویروس ۳۶زره ۶۶۵ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې ساری شمېر دی او د پولنډ د روغتیا وزارت مرستیال ولادمیر کراسکا وویل چې را روانه اوونۍ به دغه شمېر د ورځې پنځوسو زرو ته زیات شي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса