Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د مالدووا پارلمان په دې هېواد کې د بېړني حالت اعلان تصویب کړ

0
د روسیې له ګازپروم شرکت سره د ګاز د بیې پر سر له لانجې وروسته د مالدووا پارلمان په دې هېواد کې د شپېتو ورځو لپاره د بېړني حالت اعلان تصویب کړ.  


د مالدووا صدراعظمې ناتالیا ګاوريلیتا پرون پنجشنبې پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، وروسته له دې چې د روسیې د ګاز د صادراتو ستر شرکت ګازپروم د ګاز د بیو د پرې کولو طرح رد کړه، یوه نوي رژیم ته اړتیا لیدل کېږي. 


له دې څرګندونو وروسته پرون ناوخته د مالدووا د ګاز شرکت وویل، ګازپروم ته یې د جنوري میاشتې پیسې مخکې له مخکې ورکړې دي. 


مېرمن ګاوریلیتا وویل، بېړنی حالت به کابینې ته اضافي صلاحیت ورکړي چې له صنعتي برخې د استوګنې کورونو ته ګاز د لېږد او د دولت له بودجې د ګاز د پیسو د ورکولو په څېر د انرژۍ د برخې اړوندې چارې سمبال کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса