Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو خپله سیالي پاکستان ته وبایلله

0
تر ۱۹ کلنو کم عمره افغان کرکټ لوبغاړو پرون د دې کټکورۍ د یو- ورځنیو لوبو په نړیوال جام کې خپله دوهمه سیالي پاکستان ته وبایلله. 


لوبه پاکستان پیل کړه، په ۵۰ اوورونو کې یې ۲۳۹ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۴۰ منډو هدف ورکړ. 


افغان لوبډلې پنځوس اوورونه پوره کړل او د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۱۵ منډې جوړې کړې. 


افغان لوبډلې د دې لوبو په لړۍ کې د سې شنبې په ورځ پاپوا نیوګیني ته د ۱۳۵ منډو په توپیرماتې ورکړه او درېیمه لوبه به یې سبا له زیمبابوې سره وي. 


د یو ورځنیو لوبو دا نړیوال جام په ویسټ انډیز کې د جنوري په څوارلسمه پیل شو او د فبروري تر پنځمې دوام کوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса