Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان دې عالیه عزیزي خوشې کړي

0
د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو د عالیې عزیزي په نوم د نیول شوې پخوانۍ چارواکې د بې قېد او شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  


عالیه عزیزي چې په تېر حکومت کې د هرات د ښځینه زندان مشره وه، د ۲۰۲۱م زیږديز کال د اکتوبر میاشتې پر دوهمه نېټه کار ته پر لار ونیول شوه.  


د بښنې نړیوال سازمان نن جمعه په یوه اعلامیه کې د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې ژر تر ژره د عالیې عزیزي د نیول کېدو موضوع وڅېړي.  


دغه سازمان له طالبانو وغوښتل چې مېرمن عزیزي ژر تر ژره به کوم شرط پرته له توقیفه خوشې کړي.  


د طالبانو حکومت نه ده منلې چې مېرمن عزیزي دې د دوی له خوا نیول شوي وي.  


تردې مخکې په کابل کې ځینو ښځو د اعتراضیه غونډو پر مهال هم د عالیې عزیزي د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.  


د عالیې عزیزي ورور، بشیر عارفي ازادي راډیو ته ویلي چې خور یې له ۱۴ کلونو راهیسې د پولیسو په بېلابېلو څانګو کې کار کړی دی.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса