Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د قزاقستان ولسمشر په دې هېواد کې د اعتراضونو لاملونه څرګند کړل

0
د قزاقستان ولسمشر وايي، د شتمنو او بې وزلو ترمنځ 'د نه منلو خلا' په دغه هېواد کې د حکومت ضد خونړیو اعتراضونو سبب شوه. 


قاسم ژومارت توقایف د مخکښو کار و بارونو له استازو سره نن په کتنه کې وویل، د ځینو معترضانو له خوا د ایجادو شوېو ستونزو د حل لپاره، واقعي اصلاحاتو او په ټولنیزو جوړښتونو کې ژور بدلون ته اړتیا لیدل کېږي.  


په قزاقستان کې د جنورۍ په لومړیو کې د تېلو د بیو لوړېدو له کبله اعتراضونه پیل شول چې وروسته د لوی ښار الماتې په ګډون نورو ښارونو ته پراخ شول.  


چارواکي وايي، د اعتراضونو پرمهال په تاوتریخوالي کې د ۱۹ پوځیانو په ګډون ۲۲۷ کسان مړه شوي او ۱۲زره نور نیول شوي دي.  


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса