د نورستان ځینې اوسېدونکي: د مرستو وېش کې توپيریز چلند کېږي
د نورستان یو شمیر اوسېدونکي شکایت کوي چې د مرستو په وېش کې ورسره توپيریز چلند کېږي.
دوی وايي، د سروې مامورین چې څوک پېژني د هغوی نومونه لیکي او مرستې ورسره کوي او په وینا یې د چا واسطه او پېژندګلوي نه وي هغوی له هر ډول مرستو بې برخې کیږي.
د منډول ولسوالۍ قومي مشر خان محمد خان یې په اړه وايي: "زموږ ولسوالۍ کې۴۰ سلنه هغو کسانو مرستې اخستي چې د کورونو سړک سره نږدې پراته دي او یا هم د سروې کوونکو سره پېژندګلوې لري. د سړک له غاړې بل خوا نه دي تللې."
د منډول په څېر د نورستان له نورو سیمو هم د سروې کوونکو او د مرستو له وېشونکو ورته شکایتونه کېږي.
دوی له طالب چارواکو او موسساتو غواړي چې داسې کسان په دندو وګماري چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي او د خپل پردي توپیر ونه کړي.
نورستان کې طالب چارواکي هم مني چې په ترسره شوېو سروې ګانو کې یاده ستونزه موجوده وه.
د دې ولایت لپاره د طالبانو مطبوعاتي مسول مولوی سمیع الحق حق بیان ازادي راډیو ته وویل: "نورستان کې د بېلابېلو موسساتو له خوا مرستې شوي، د وېش په اړه یې ډېر شکایتونه راغلي، زموږ له خوا ټاکلي پلاوي ته معلومه شوه چې ځینو سیمو کې توپيرېز چلند شوی او د دغه ډول چلند د بندیدو امر يې کړی."
په نورستان کې په داسې حال کې د مرستو په وېش کې د توپیر چلند څخه خلک شکایت کوي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له خوا په ترسره شوې سروې کې ۱۵۰۰۰کورنۍ مستحقې ګڼل شوي چې هرې کورنۍ ته ۲۷۵ ډالر ورکول کېږي او د یادې مرستې وېش اوس مهال دوام لري.
نورستان د هېواد په ختیځ کې لېرې پروت، غرنی او یخ ولایت دی چې اوسېدونکي يې لږه ځمکه لري او تل د خوراکي موادو کمي سره مخ وي.