Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

یوناما د دوو افغان ښځینه فعالانو پر لادرکۍ اندېښنه وښوده

0
د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما د دوو افغان ښځینه فعالانو پر لادرکۍ اندېښنه وښوده.


یوناما نن په خپل ټویټر کې لیکلي، ملګري ملتونه د دوو ښځینه فعالانو تمنا زریابي پریاني او پروانې ابراهیمخېل پر لادرکۍ سخته اندېښنه لري.


د یوناما په ټویټ کې ویل شوي چې د راپورونو له مخې دغه دوې ښځینه فعالانې د چهارشنبې ناوخته له خپلو کورونو نیول شوي دي.


د ملګرو ملتونو دغې ادارې له طالبانو غوښتنه کړې ده چې د دغو ښځینه فعالانو د ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي او د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.


طالبانو د دغو ښځینه فعالانو د برخلیک په اړه تازه تبصره نه ده کړې، خو پرون د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو د عالیې عزیزي په نوم د نیول شوې پخوانۍ چارواکې د بې قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه.


عالیه عزیزي چې په تېر حکومت کې د هرات د ښځینه زندان مشره وه، د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر دویمه نېټه کار ته پر لار ونیول شوه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса