د 'IPL' بولۍ لپاره نوملېکنه د جنوري په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده
د ۲۰۲۲م زیږدیز کال انډین پریمر لیګ 'ای.پي. اېل' بولۍ لپاره نوم لېکنه د جنوري په ۲۰مه نېټه پای ته ورسېده او ټول '۱۲۱۴' لوبغاړو خپل نومونه ثبت کړي دي چې له دې څخه ۸۹۶ د هند او ۳۱۸ د بهرنیو هېوادونو څخه دي.
د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې د ۲۰۲۲ م زیږديز کال بولۍ مراسم به د فبروري په ۱۲مه او ۱۳ مه نېټه په بنګلور کې ترسره شي.
په دې لیک سږکال دوه نورې لوبډلې لکنهو او احمدا اباد هم وراضافه شوي دي او یادې لوبډلې به د نړۍ مشهور لوبغاړي د لوبو لپاره پېري.
په 'ای.پي.اېل' کې له اسټرالیا ۵۹ له افغانستان څخه ۲۰، له بنګله دیش څخه ۹، د انګلستان څخه ۳۰، له ایرلنډ څخه ۳، د نیوزلنډ څخه ۲۰، له سویلي افریقا څخه ۴۸، سریلانکا څخه ۳۶، د وېسټ انډیز څخه ۴۱ او زمبابوې څخه ۲ لوبغاړو هم نوملېکنه کړې.