Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د کندهار سوداګرۍ خونه: د تېر کال پرتله د انځرو صادرات دوه برابره شوي

0
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې ۲۳۴۶۶ ټنه انځر له هېواده بهر صادر شوي دي.  


د دې خونې عامل رئیس عبدالباقي نن یکشنبې( د سلواغې په ۳مه) ازادي راډيو ته وویل، د سږکال په تېرو ۹ میاشتو کې د وچو انځرو صادرات د تېر کال د ورته وخت پرتله دوه برابر ډېر شوي دي.  


د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلومات پر بنسټ د تېر کال په ۹ میاشتو کې ۱۰۷۱۹ ټنه انځر صادر شوي وو.  


ښاغلي عبدالباقي وویل، له انارو او انګورو وروسته انځر د کندهار درېیمه مېوه ده چې تر ډېره د پاکستان له لارې هند ته صادریږي.  


کندهار، هرات، هلمند، فاریاب او بلخ هغه ولایتونه دي چې د انځرو حاصلات په کې ډېر دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса