Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

په جرمني کې د کرونا ویروس د اومیکرن بڼې پېښي زیاتې شوې

0
جرمني وايي چې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د اومیکرون بڼه ډېره خپره شوې ده. 


د راپورونو له مخې، تر ټولو ډېرې پېښې په پلازمېنه برلین کې ثبت شوي او له یوې اوونۍ راهیسې د ورځې په متوسط ډول یولک تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي. 


د جرمني رابرت کوخ انستیتیوت ویلي چې له دې سره په یو وخت د دغه هېواد نیمايي وګړو تقویتي واکسین کړی دی. 


د جرمني یوه وتلي ویروس پېژاند اولیور کیپلر ویلي چې ژر به د هېواد روغتونونه له هغو ناروغانو ډک شي چې د کرونا په اومیکرون بڼې اخته شوي دي. 


که څه هم د کرونا اومیکرون بڼه ژر خپرېږي خو ویل کېږي چې شدت یې د کرونا تر نورو ډولونو کم دی. 


د ۲۰۱۹ په پای کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیله تراوسه پورې په جرمني کې څه باندې ۸ ملیونه او ۶ لکه تنه په دې ویروس اخته شوي دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса