د طالبانو حکومت: د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو ته مو مرستې رسولي
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د وروستیو اورښتونو او نورو طبیعي پېښو قربانیانو ته یې مرستې رسولي.
د دې وزارت چارواکي وايي چې د بهرنیو ملاتړو پر همکارۍ د وروستیو طبیعي پېښو قربانیانو ته د نقدي پېسو تر څنګ خوراکي توکي هم رسولي.
ددې وزارت مالي او ادارې مرستیال عنایت الله شجاع وایي:" د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزیر د هدایت پر بنسټ د طبیعي پېښو له امله د هر شهید کورنۍ سره ۵۰ زره افغانۍ، زخمي سره ۲۵۰ زره افغانۍ او هغه کسان چې کورونه یې وران شوي ۳۰ زره افغانۍ نقدو پېسو مرستې شوې دي، دغه وزارت د همکارو موسسو په همکارۍ شااوخوا ۱۵ زره کورنیو سره چې د طبیعي پېښو زیانمن شوي مرستې کړي. "
د نوموړي په خبره، هغه کسان چې په وروستیو پېښو کې ګیر پاتې وو د ژغورنې لپاره یې د دفاع وزارت له هلیکوپټرو هم کار اخیستل شوی او دا چاره به راتلونکي کې هم دوام ولري.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو د جدي میاشتې له ۱۳ مې نېټې راپدېخوا ۴۲ کسان وژلي او ۷۶ نور یې ټپیان کړي دي، او دغه شان یې شااوخوا ۲۰۸۴ کورونه ويجاړ کړي دي.