Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

قرغزستان پر تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه

0
د قرغزستان چارواکو پر پېژندل شوي تحقیقاتي خبریال بولوت تیموروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو تور ولګاوه.  


تر دې څو ساعته مخکې امنیتي ځواکونو د دغه خبریال دفتر تالاشي کړ چې د تیموروف په وینا په دې وخت کې امنیتي ځواکونو د ده جېب ته غیرقانوني مخدره مواد واچول. 


پر بولوت تیموروف دغه  تور نن داسې مهال ولګول شو چې ده د یوه زورور سیاستوال د کار و بارونو په اړه یوه څېړنه خپره کړه.  


دغه خبریال پرون ناوخته د ده پر دفتر د پولیسو تر چاپې وروسته ونیول شو، خو د کورنیو چارو وزارت له ودانۍ دباندې تر اعتراضونو وروسته خوشې کړای شو.  


د اعتراضونو پر مهال خبریالانو، د بشري حقونو او نورو فعالانو د دغه خبریال د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.  


پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي تیموروف او د هغه همکار نظروف د غیرقانوني مخدره موادو د لرلو په تور نیول شوي دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса