Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

ملګري ملتونه: په کابل کې سخت ژمي د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی

0
په داسې حال کې چې په ناروې کې د افغانستان پر بشري وضعیت بحث کېږي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا «UNFPA» وايي په کابل کې د بې وزلۍ او سخت ژمي له کبله د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی. 


دغې ادارې نن په ټویټر کې لیکلي د خلکو د نفوس زیاتوالی، بې وزلي، د خلکو بې ځایه کېدل او د هوا سوړوالی زیات شوی چې ورسره د خلکو زیان ګالل او روغتیايي ستونزې هم زیاتې شوې دي. 


د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په افغانستان کې مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ځوانانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ملاتړ کوي.  


تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو نورو ادارو د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بشري مرستو ته د ملیونونو افغانانو د اړ کېدو په باب څرګندونې کړې وې. 


دا په داسې حال کې ده چې د ناروې پلازمېنه اوسلو نن د هغې درې ورځنۍ غونډې کوربنه ده چې د طالبانو استازي په کې له اروپايي، امریکايي او نورو سازمانونو له استازو سره خبرې کوي.  


د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې  غونډه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او پرتو ستونزو ته د حل لارو په اړه خبرې او بحثونه وشي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса