Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د خوست هوايي ډګر د سراج الدین حقاني په مالي لګښت له وارداتي برښنا سره وصل شو

0
د خوست هوايي ډګر د سراج الدین حقاني په مالي لګښت له وارداتي برښنا سره وصل شو

د خوست هوايي ډګر، ترمینل او نورو تاًسیساتو ته يې  چې مخکې برښنا له جنراتورونو برابرېده، خوست ته د غځیدلې وارداتي برښنا سره ونښلول شول او تر ډېره يې د برښنا ستونزه هواره شوه.

ځايي چارواکي وايي، د برښنا د غځولو لګښت د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په شخصي توګه ورکړی او کارونه يې د یوې میاشتې په موده کې سرته رسیدلي دی.

نن د جنوري په ۲۳مه د ترانسپورټ وزارت معین حسیب الله سروش ازادي راډیو ته وویل، د خوست په هوايي ډګر کې یوازینۍ ستونزه د جنراتورنو د برښنا لوړ لګښت و چې د ښار د برښنا سره په وصل کېدو هواره شوه.

نوموړي وویل، دوی هڅه کوي چې د خوست هوايي ډګر هم د افغانستان د نړیوالو هوايي ډګرونو په شمار کې نړیوالو قراردادیانو ته ورکړي، تر څو د نړیوال هوايي سازمان د معیارونو مطابق خدمتونه وړاندې کړي.

حسیب الله سروش زیاته کړه، دا چې د ډیورند کرښې دواړه غاړې په عربي هېوادونو کې ډېر مسافر لري، نو د دایمي پروازونو لپاره دلته کافي ظرفیت موجود دی.

د ده په خبره چې د خوست په هوايي ډګر کې هر ډول نړیوالو پروازونو ته تیاری موجود دی، خو دې ته اړتیا ده چې یو شمېر مسافر په دې لاره تګ او راتګ وکړي.

خوست والي محمد نبي عمري وویل، دوی پلان لري چې راتلونکي کال بهرنۍ نړۍ په ځانګړي ډول چین ته د خوست له هوايي ډګره څڼغوزي صادر شي.

خوست والي هم د لويې پکتیا په ځانګړې ډول خوستیو مساپرو وغوښتل چې د دې هوايي ډګر له لارې تګ او راتګ وکړي.

د خوست هوايي ډګر ته د وارداتي برښنا د انتقال په پرانېست غونډه کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ سرپرست وزیر او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخیستې وه.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
WTA

Шнайдер вышла в третий круг турнира WTA-1000 в Риме, победив Самсонову в российском дерби






Тарифы на железнодорожные перевозки из Китая в Россию и Белоруссию резко возросли

«Евровидение-2024» дисквалифицировало певца, признававшегося в любви к России

«Как минимум»: синоптик Леус рассказал, когда на Земле завершатся магнитные бури

Грузоперевозки в РФ упали на 10% из-за проблем в расчетах с Китаем