Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

 د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان په اړه درې ورځنۍ خبرې پیل شوې

0
د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه درې ورځنۍ غونډه پیل شوه. 


د دې غونډې په لومړۍ ورځ یعنې نن طالب ۱۵ کسیز حکومتي پلاوی د افغانستان د مدني ټولنې له غړیو، خبریالانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي. 


خو د دوشنبې او سه‌شنبې په ورځو به د طالبانو لوړ پوړي چارواکي د لوېدیځو ډیپلوماټانو چې امریکايي استازي هم په کې شامل دي، بحثونه وکړي. 


فرانس يرېس خبري اژانس لیکي، دا خبرې د سوریا موریا په هوټل کې د تړلو دروازو تر شا شوي دي . 


د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، پلاوی به یې  له امریکايي او اروپايي استازو سره د دوی پر حکومت د لګولو شویو بندیزونو، د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو، له افغانستان سره د بشري مرستو، د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا، پانګه‌ونې او ځینو نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. 




دی هیله‌مند دی چې دا غونډې به ښې پایلې ولري. 


ښاغلی کریمي وایي:"په ټوله کې د دې هیله‌مندي شته چې دا سفر ښه پایله ولري او هیله بښوونکی وي. " 


خو هغه څه چې د دې غونډې د بحثونو مهمه ټکی جوړوي، په افغانستان کې روان بشري او ټولنیز وضعیت دی. 


د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په حواله چې دا درې ورځنۍ غونډه د طالبانو د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې اساسي هدف یې په دې هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو پر وړاندې د راپورته شویو ستونزو لپاره د حل‌ لارې پیدا کول دي. 


په همدې حال کې په کابل کې د موج تحول په نوم ګوند یو شمېر غړو نن په خبري کنفرانس کې غوښتنه وکړه چې د اوسلو په غونډه کې باید پر طالبانو فشار راوړل شي چې په سیاسي، بشري، ټولنیزو او د بیان ازادۍ په برخه کې له خلکو اخبستل شوي ازادیو ته درناوی وکړي. 


د دې ګوند غړې مونسه مبارز رسنیو ته وویل:"بالاخره په یوه سخت، تیاره، ناهیلي او یو ورک برخلیک سره مخ یو او د ناروې کنفرانس په همداسې یوه وخت کې ترسره کېږي. "  

 


د دې ګوند، اوسنی وضعیت د افغانانو په ګټه دی او نړیوالې ټولنې ته په‌کار د چې د سمون لپاره یې یو پراخ او هر اړخیز بحث پیل کړي. 


د اوسلو غونډې ته له افغانستانه تللو دوه افغان ښځینه فعالانو ازادي راډیو ته وویل، دوی به د افغان ښځو د هغو حقونو د ورکولو غوښتنه وکړي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترې اخیستل شوي دي. 


په افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، د دوی حکومت د نجونو او ښځو په زده‌کړې او کار محدویت لګولی دی. 




خو یو شمېر هغو ښځو  چې وروستیو کې یې کابل کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو لپاره لاریونونه او اعتراضونه کړي، ازادي راډیو ته رالېږلو پیغامونو کې ویلي، غونډې تللې افغان ښځې د دوی استازولي نه شي کولای او په کار وه چې خپله له متعرضینو څوک اوسلو ته تللې وای. 


هاخوا په اوسلو کې هم یو شمېر افغانانو چې شمېر یې د لسو او شلو تنو ترمنځ و، د بهرنیو چارو وزارت مخ‌ ته را ټول شول او د عدالت او برابرۍ شعارونه یې ورکول. 


پرون هم یو شمېر افغانانو هلته راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې طالب چارواکو ته دې ناروې ته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي. 


ناروې هغه مهال چې لا طالبان واکمن هم نه و، څو ځله د افغان حکومت د استازو، سیاسیونو او طالبانو ترمنځ د غونډو کوربه‌توب کړی.


دا خبرې ځینې په پټه هم شوي دي. 


ځینې سیاسیون وايي، د دې غونډې تر ټولو مهم بحث په افغانستان کې روان کشالې ته له سیاسي لارې د یوه حل د پیدا کېدو هڅه ده چې دوام به وکړي. 


له ناروې وړاندې طالب حکومتي پلاوی په تهران کې د دوی د حکومت خلاف را پورته د مقاومت جبهې له غړو سره هم ولیدل، خو لېدو کتو یې پایله نه درلوده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса