Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د ملګرو ملتونو د نقدو پیسو پنځمه کڅوړ؛ ۳۲ ملیونه ډالر افغانستان ته ورسېدې

0
د بشری مرستو په دوام، ۳۲ میلیونه ډالر نقدی پیسې افغانستان ته انتقال شوې.  


د افغانستان بانک له لوري په دې اړه یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام، پرون دوشنبه ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر کابل ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک «AIB» ته وسپارل شوې.   


د افغانستان بانک له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، یاد بانک د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې له اړمنو افغانانو سره د مرستې لامل کېږي. 


له افغانستان سره د بشري مرستو په دوام دا د نقدو پیسو د مرستی پنځمه کڅوړه ده چې د عقرب میاشتی له وروستۍ اوونۍ راپدېخوا هره اوونۍ افغانستان ته انتقال او د افغانستان نړیوال بانک ته سپارل کېږی. 


که څه ملګرو ملتونو ویلي و چې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره به له دې وروسته او د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتۍ، هره اوونۍ نږدې ۲۰ ملیونه امریکایی ډالر افغانستان ته انتقالوي خو په تېرو دوو اوونیو کې دغه پیسې افغانستان ته نه وې سپارل شوې چې اوس دا دی ویل شوي ۳۲ ملیونه ډالر یوځای وسپارل شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса