Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

د سوداګرۍ خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د سوداګرو بانکي ستونزې حل کړي

0
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه د طالبانو له حکومته غواړي چې د افغان سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي.  


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې خونې مرستیال محمد یونس مهمند او ګڼو سوداګرو یاده غوښتنه د افغانستان بانک له رئیس سره په لېدنه کې کړې.  


په خبر پاڼه کې د ښاغلی مهمند له خولې ویل شوي چې افغان سوداګر د بانکي ستونزو له امله په منظم او عادي ډول سوداګري نه شي کولي. 


د افغانستان بانک رئیس له سوداګرو سره ژمنه کړې چې هڅه به وکړي ترڅو ډېر ژر د سوداګرو بانکي ستونزې هوارې کړي. 


پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راورسته په ټول افغانستان کې د بانکونو فعالیته له ستونزو سره مخ شوي او دې چارې د عامو افغانانو ترڅنګ، سوداګر او پانګه وال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса