Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

امریکا خپلو اتباعو ته: له اوکراینه ووځئ

0
د امریکا متحدو ایالاتونو په اوکراین کې د خپل سفارت د کارکوونکو د کورنیو غړو ته له کیف د وتلو امر وکړ.


امریکا ویلي د روسیې د پوځي اقدام د خطر له کبله دې ټول امریکايي اتباع له اوکراینه پر وتلو غور وکړي.  


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د سفارت غیر ضروري کارکوونکي کولای شي په خپله خوښه د حکومت په لګښت له اوکراینه ووځي.  


یوه چارواکي ویلي، دا احتیاطي ګامونه دي چې د هغه په خبره له اوکراینه د امریکا  د ملاتړ پر تعهد کوم اغیز نه کوي.  


دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، دا ونه ویل چې دا مهال په اوکراین کې د امریکايي وګړو شمېر څو ته رسېږي.  


وروسته له هغې چې روسیې د اوکراین پولې ته څېرمه خپل زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړل، غربي چارواکو د اوکراین په وړاندې د روسیې د پوځي اقدام د احتمال خبرداری ورکړ. 


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له خوا په اشغال شویو سیمو کې د اټکل وړ نه دی او د خرابۍ خوا ته روان دی



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса