Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

هېدر بار: د ښځو د حقونو دوه فعالانې باید ژر تر ژره خوشې شي

0
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشره وايي چې د ښځو د حقونو دوه فعالانې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني باید ژر تر ژره خوشې شي.


هیدر بار بېګا په خپل ټوېټر باندې دا خبره لیکلې ده.


هغې ویلي:" له چهارشنبې راهیسې دا دوه افغانې فعالانې ترۍ تمې دي طالبان که څه هم دا ردوي چې هغوی ورسره دي خو د ځای د معلومولو لپاره یې هم هېڅ پلان نه ورکوي." 


هیدر بار د امریکا د خاص استازي توماس وېسټ په وروستي بیان هم انتقاد کړی چې ویلي یې دي ،له طالبانو سره د پرانیستو سترګو ډیپلوماسي کوو.


بار نیوکه کړې چې ولې د پرانیستو سترګو په دې ډیپلوماسي کې د ښځینه معترضینو د یرغمل نېونې په تړاو غږ نه پورته کېږي. 


طالبان د ښځو د حقونو د دوو فعالانو پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني په بندیانولو باندې تورن شوي.


د طالبانو ویاندویانو بیا دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دا ښځې دوی نه دي بندیانې کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса