Мы в Telegram
Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

اوسلو کې طالبانو د امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازو سره خبرې پيل کړې

0
اوسلو کې طالبانو د امریکا او ځینو نورو هېوادونو استازو سره خبرې پيل کړې

نن د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د امریکا په شمول د یو شمېر هېوادونو استازیو له طالب پلاوي سره خبرې پيل کړې دي. 

دا خبره د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي په خپل ټویټر خپره کړې ده. 

هغه زیاته کړې چې د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره په دې خبرو کې د امریکا، بریتانیا، جرمني، ناروې، ایټالیا، قطر، فرانسې او اروپايي ټولنې استازي حضور لري. 

د بلخي په ټوېټر کې راغلي چې تر دې دمه د اقتصاد، بشري مرستو، امنیت، مرکزي بانک په فعالیت، روغتیا او نورو اړوندو مسئلو باندې خبرې وشوې. 

بلخې زیاته کړې چې بحثونه لا هم روان دي او جزئیات به یې وروسته خپاره کړي. 

د امریکا په پلاوي کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا استازې رینا امیري او ځیني نور چارواکي شامل دي. 

مخکې رینا امیري لیکلي و چې په دې حساس وخت کې غواړي له طالبانو سره د افغانستان په بشري وضعیت او بشري حقونو باندې خبرې وکړي. 

توماس وېسټ هم ویلي چې له طالبانو سره به د باثباته افغانستان او خپلو اندېښنو په تړاو د پرانېستو سترګو ډیپلوماسي کوو. 

طالبان وایي له امریکايي او اروپايي ډیپلوماټانو سره به د افغانستان د کنګل شویو اسعاري زېرمو د خلاصون او له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام خبرې وکړي.




Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus




Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса
Елена Рыбакина

Казахстан узнал еще одну печальную новость после сюрприза Рыбакиной






Китайский «Транзит»: тест фургона JMC Fushun

Сотрудники спецподразделений Росгвардии провели тематические мероприятия для детей в Подмосковье

Велопарад пройдет в Солнечногорске 25 мая

Собянин сообщил о строительстве трех станций новой Троицкой линии метро