Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2022

باز محمد مبارز د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا وکړه

0
باز محمد مبارز د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا وکړه. 


مبارز پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي دي، د مدیریتي ستونزو او دغه شان د فدراسیون په چارو کې د مداخلې له امله د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا کوي.   


مبارز په خپل استعفا لیک کې لیکلي دي چې د ورزش اداره د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او مقرارتو خلاف د فدراسیونونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د خپلو پلانونو د تطبیق هڅه کوي. 


 خو نوموړي د دغو پلانونو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي. 


هڅه مو وکړه چې د ښاغلي مبارز د استعفا د دلایلو په اړه نور جزئیات هم ولرو، خو ښاغلي مبارز زموږ اړیکو ته ځواب را نه کړ، خو د استعفا په متن کې یې لیکلي دي چې ډېر ژر به ټول جزئیات له خلکو سره شریک کړي. 


باز محمد مبارز له تېرو درېیو کلونو راهیسې د رزمي ورزشونو فدراسیون انتخابي رئیس و او له انتخابېدو وړاندې یې هم دوه کاله په افتخاري توګه د دې فدراسیون مشري کړې وه.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса